ملګرو ملتونو د افغانستان او میانمر په اړه یو پرېکړه لیک تصویب کړ

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ پرون دوشنبې یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې د افغانستان او میانمار د رژیمونو د هغو غوښتونو په اړه اقدامات شاته غورځوي چې د خپلو هېوادونو لپاره یې ملګرو ملتونو ته له خپل لوري نوي استازي ورپېژندلي دي.

د اسوشیټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې د عمومي اسامبلۍ رییس عبدالله شهید اعلان وکړ چې دغه پرېکړه لیک له رای ګیرۍ پرته د عمومي اجماع پر اساس تصویب شو.

د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ کسیزې عمومي اسامبلۍ دا پرېکړه دا معنی لري چې د افغانستان د پخواني حکومت استازی غلام محمد اسحاقزی به خپلې دندې ته دوام ورکوي.

دغې اسامبلۍ ته د دغه پرېکړه لیک مسوده، د ملګرو ملتونو د اعتبار ورکوونکې کمېټې مشرې، په ملګرو ملتونو کې د سویډن استازې اننا اینیسټروم تېره اوونۍ وړاندې کړې وه.

د طالبانو حکومت دغې چوکۍ ته په قطر کې د خپل سیاسي دفتر پخوانی ویاند سهیل شاهین ور پېژندلی دی.