ولادیمیر پوتین په یوه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته ځي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه غونډه کې د ګډون لپاره نن هند ته ځي. تمه ده چې د دې غونډې بحثونه به د انرژۍ او وسلو پر خرڅلاو متمرکز وي.

پوتین دا سفر داسې مهال کوي چې روسیې هند ته د هوايي مدافعې د سیستم «اېس-۴۰۰» توغندیو د سپارلو بهیر پیل کړی دی. دا پرمختللی سیستم د ۵،۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د قرارداد په اساس هند ته ورکول کېږي.

د ترکیې او روسیې ترمنځ د همدې وسلو د خرڅلاو معامله د دې باعث شوه چې واشنګټن پر انقرې بندیزونه ولګوي او ترکیه د تحریمونو له لارې د امریکا د دښمنانو پر وړاندې د مقابلې د قانون په اساس د «اف-۳۵» جنګي جټ الوتکو د پېرلو له پروګرام څخه وباسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس تېره اوونۍ وویل چې متحده ایالاتو هند ته له دې قانون څخه د معافیت د ورکولو په اړه تر اوسه پرېکړه نه‌ده کړې.