له تاوتریخوالي د متضررو افغان ښځو لپاره د 'ضروري خدماتو سیستم' له‌منځه تللی

ارشيف

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې له تاوتریخوالي د متضررو ښځو لپاره د ضروري خدماتو سیستم له‌منځه تللی.

د تاوتریخوالي د پېښو قرباني ښځو د بخښنې نړیوال سازمان یا امنېستي انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو د امن خونې بندې کړي او هغه بندیان‌یې له محبسونو څخه خوشې کړي دي چې له ښځو سره په تاوتریخوالي تورن وو.

امنېستي انټرنشنل له ۲۶ افغان مېرمنو سره د مرکو پر بنسټ په یوه راپور کې ویلي دي چې د تشدد قرباني مېرمنې او همداراز د امن خونو مسؤلان، مدافع وکیلان، قاضیان، د اړوندو ادارو چارواکي او د ښځو د خوندیتوب په دې پروسه کې شامل کسان اوس د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

د بخښنې نړیوال سازمان سکرتر جنرالې انګېس کالامارد (Agnes Callamard) ویلي دي چې په افغانستان کې د جنسیت په اساس د تاوتریخوالي قرباني ښځې او نجونې اوس له پامه غورځول شوي، د خوندیتوب شبکه‌یې ویجاړه شوې او د دوی د امن ځایونه له‌منځه تللي دي.

د پخواني حکومت پر مهال هغه مېرمنې چې د تاوتریخوالي له کبله‌یې خپل کورونه پرېښودل، د امن په خونو کې ساتل کېدلې، خو د زمري په ۲۴مه په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو د خوندیتوب دا سیستم له‌منځه ولاړ.