بلېنکن د اماراتو وليعهد سره د افغانستان په شمول په یو لړ مسئلو خبرې وکړې

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د متحده عربي اماراتو له لوړپوړي چارواکي محمد بن زاید سره د افغانستان په شمول په یو لړ مسئلو خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي بلېنکن او د ابوظبي ولیعهد محمد بن زاید ال نهیان په مهمو سیمه‌ییزو مسایلو، دوه اړخیزو شراکتونو او د پراخ بنسټه همکاریو د لا زیاتېدو په تړاو بحث کړی.

ښاغلي بلېنکن هم په خپل ټویټر لیکلي: "له ولیعهد محمد بن زاید سره مې په مهمو سیمه‌ییزو مسئلو او د افغانستان په اړه په ګډ کار باندې خبرې وکړې."

محمد بن زاید له ۲۰۱۴ کال راهیسې د متحده عربي اماراتو ټولې رسمي دولتي چارې مخته وړي.

د اعلامیې له مخې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له ولیعهد محمد بن زاید سره په خبرو کې د متحده عرب اماراتو له مخلصانه همکاریو څخه مننه کړې چې له افغانستانه‌یې د امریکا اتباعو، د سفارت کارکوونکو او د درېیمو هېوادونو ته د بهرنیانو د خوندي عبور لپاره زمینه برابره کړه.

بلېنکن همداراز له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو هرکلی کړی دی.