افغان سوداګر او صنعت کاران: لاهم سوداګرۍ کې ستونزې لرو

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

افغان سوداګر او صنعت کاران وایي، لا هم د پیسو په لېږد، بانکي سیسټم او سوداګرۍ کې ستونزې لري.

د سوداګرو او خصوصي سکټور استازي وایي، طالبانو د ګمرکونو او ټرانزیټ ستونزې هوارې کړي او د پاتې نورو ستونزو حل ته هم باید اقدام وکړي.

دغو استازو پرون د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له لومړي مرستیال ملاعبدالغني برادر سره کتنه کې دا خبرې کړې دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې ښاغلي برادر اړونده ادارو ته لارښوونه کړې چې د سوداګرو او صنعت کاروانو ستونزې هوارې کړي.

پر افغانستان د نړیوال بانک بندیزونو د هغو سوداګرو د پيسو لېږد را لېږد او سوداګریزې معاملې ټکنۍ کړي چې له هېواده بهر یې توکي اخیستل او بیا یې افغانستان ته واردول.