د امریکا او روسیې ولسمشران له یوه بل سره ګوري

د امریکا او روسیې ولسمشران

د امریکا او روسیې ولسمشران به سبا نه بله ورځ د ویډیو کانفرانس له لارې له یوه بل سره وګوري.

سپینې ماڼۍ او کرملین دواړو دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي، جو بایډن او ولادمیر پوتین به دې ویډیویي خبرو کې پر اوکراین او نورو مسایلو خبرې وکړي.

دا لیده کاته داسې مهال کېږي چې واشنګټن او کیف وایي، روسیې د اوکراین پولې ته نژدې لسګونه زره سرتیري له درنو وسلو، ټانکونو او مهماتو سره ځای پر ځای کړي دي.

دوی داسې اټکل کوي چې روسیه ممکن د راتلونکې جنورۍ میاشتې په لومړیو کې پر اوکراین یرغل وکړي.

د روسیې ولسمشر بیا تېره اوونۍ وویل چې دی کیف ته د لویدیځ له لورې د وسلو پر اکمال او په تور سمندر کې د پوځي تمرینونو په تړاو اندېښنه لري.