ننګرهار کې ترافیکې پېښې ۹ تنه وژلي دي

ارشیف

په ننګرهار ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې په نتیجه کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي دي.

د شاهدانو په وینا، پېښه پرون شنبې هغه مهال وشوه چې یوه موټر غوښتل د بټیکوټ ولسوالۍ په سپین خوړ سیمه کې له بل موټره واوړي، خو له یوې ونې سره ولګېد.

په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۹ تنه مړه شوي دي.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا دا پېښه د چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله شوې ده.