سپینه ماڼۍ او کرملین: بایډن او پوتین راتلونکې اوونۍ پر اوکراین غږیږي

ارشیف، ولسمشر بایډن او ولسمشر پوتین

سپینې ماڼۍ او کرملین تایید کړه چې د امریکا او روسیې ولسمشران، جو بایډن او ولادمیر پوتین به راروانه سې شنبه په یوه ویډیويي تماس کې د اوکراین پر وضعیت او نورو مسایلو خبرې وکړي.

دا مجازي غونډه داسې وخت جوړېږي چې د مسکو د اهدافو په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې شوي دي.

ناټو، غربي-پوځي او استخباراتي چارواکو د اوکراین پولي ته څېرمه د روسیې پوځي استحکاماتو ته اشاره کړې ده.

واشنګټن او کییف وايي، مسکو د ټانکونو او توپچي ځواک په ګډون خپل زرګونه پوځیان د روسیې په لویدیځ کې ځای پر ځای کړي او ممکن را روانه میلادي میاشت د یوه تهاجم لپاره ځان چمتو کړي.

که څه هم اوکراین د خپلو پولو په اوږدو کې د ۹ نیم زره روسي پوځیانو د ځای پر ځای کېدو خبره کړې، خو د امریکا استخباراتي ارزونه ښيي چې دا شمېر ۷۰۰۰ ته رسېږي.

روسیې د خپلو پولو په اوږدو کې د ناټو د تاسیساتو پر نږدې کېدو اندېښنه ښوولې او له اوکراین څخه ورپېښ ګواښونه یې د مسکو لپاره سره کرښه بللي دي.