فرانسه افغانستان کې پر یوه ګډ ډپلوماتیک ماموریت کار پیلوي

ارشیف، د فرانسې بیرغ

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په افغانستان کې د څو اروپايي هېوادونو په ګډون پر یوه ګډ ډپلوماتیک ماموریت د کار د پیل خبر ورکوي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په کابل کې د متحدو ایالاتونو او نورو لویدیځو هېوادونو سفارتونه بند شول او ډپلوماتان یې له افغانستانه ووتل.

ښاغلي مکرون نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبریالانو ته وویل، د ګډ ډپلوماتیک ماموریت له جوړېدو سره به دې هېوادونو ته دا امکان برابر شي چې بیا افغانستان ته ولاړ شي: "موږ به د امکان تر حده لږ وخت کې یوه ډپلوماتیکه استازولي ولرو. موږ یو مهالوېش په پام کې نیولی خو د اوس لپاره نظر دا دی چې دا کار ژر تر ژره وشي."

مکرون زیاته کړه چې اوس مهال د څو اروپايي هېوادونو ترمنځ د داسې ادارې پر جوړولو غور کېږې چې د اروپايي هېوادونو سفیران په کې حاضر وي، خو هغه په عین حال کې ټينګار وکړ چې دا د طالبانو د حکومت له رسمیت پېژندنې او یا له هغوی سره له سیاسي مذاکراتو جلا اقدام دی.

د طالبانو حکومت تراوسه هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

لویدیځو هېوادونو له طالبانو غوښتي دي چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او له نړیوالو تروریستي ډلو سره اړیکي پرې کړي.

طالبانو تل ویلي چې له تروریستي ډلو سره اړیکي نه لري. دوی همدا راز وايي چې د ښځو حقونه یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي کړي دي.