کریملین: پوتین به له بایډن سره پر افغانستان هم وغږیږي

ارشیف، د امریکا ولسمشر جوبایډن له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره

کریملین وايي، ولسمشر ولادیمیر پوتین به د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره په را روانه غونډه کې پر نورو مسایلو سربېره پر افغانستان هم خبرې وکړي.

د کریملین یوه سلاکار یوري اوشاکوف پرون د لیندۍ په ۱۲مه وویل چې د دې انلاین سرمشریزې لپاره په راتلونکو ورځو کې یوه احتمالي نېټه په پام کې نیول شوې، خو مسکو ګوري چې واشنګټن به یې کله تایید کړي.

اوشاکوف زیاته کړه چې په دې سرمشریزه کې به د افغانستان، لیبیا، سوریې، ایران او نورو هېوادونو پر اړوندو مسایلو خبرې وشي.

د اوشاکوف په وینا پوتین همدا راز غواړي، بایډن ته د امنیتي ضمانتونو د هغې طرحې خبره وریاده کړي چې له مخې یې باید د ختیځ پر لور د ناټو د پراختیا مخه ونیول شي او هغه څه ته چې مسکو یې د اوکراین په ګډون د روسیې ګاونډیانو ته د ګواښونکو وسلو استول بولي، د پای ټکی کېږدي.