د امریکا ولسمشر وايي، د روسیې په اړه پر یوې طرحې کار کوي

د امریکا ولسمشر بایډن

د امریکا ولسمشر وايي، پر هغې طرح کار کوي چې له مخې به یې د روسیې لپاره دا ډېره ګرانه شي چې د ګاونډي اوکراین پرضد پراخ پوځي تحرکات وکړي.

بایډن پرون جمعه (د لېندۍ ۱۲مه) خبریالانو ته وویل چې د ده دا پلان هراړخیز دی: "غواړم هغه طرحې سره یوځای کړم چې زما په باور د ډېرو هر اړخیزو او معنا داره نوښتونو یوه مجموعه ده او د ښاغلي پوتین لپاره به ډېره ګرانه شي چې له هغو اقداماتو سره پرمخ ولاړ شي چې خلک وېره لري چې دی یې ښایي وکړي، خو دا پلان اوس تر کار لاندې دی."

د کریملین یوه سلاکار یوري اوشاکوف ویلي چې بایډن او د روسیې ولسمشر به په را روانو ورځو کې د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړي.

ښاغلی بایډن دا څرګندونې داسې مهال کوي چې روسیې په خپل لویدیځ کې پوځي حضور پیاوړی کړی او کییف د روسیې له احتمالي یرغله وېرېږي.

له څو اونیو راهیسې داسې راپورونه خپرېږي چې روسیې د اوکراین په سرحد کې له ۹۰ زرو زیات پوځیان او همدا راز ټانکونه او درنې وسلې ځای پرځای کړې دي.

بایډن وویل، د ده اداره له اوکراین او اروپايي متحدانو سره د وضعیت په اړه په دوامدار تماس کې ده.