له طالبانو د محمود خان اڅکزي غوښتنه: یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړئ

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له طالبانو غوښتي چې له افغان سیاستوالو سره یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي.

نوموړي پرون په کوټه کې د ګوند د بنسټګر عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۸م تلین په مناسبت غونډه کې دا خبره وکړه.

هغه زیاته کړه چې په تېرو څه د پاسه ۴ لسیزو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی او بې‌ثباتي تر ټولو زیات افغانان ځپلي دي او اوس په‌کار ده چې دوی سره لاسونه ورکړي.

ده وویل: "وه ملا طالبه! وه ملا پلانی اخونده! وه کرزی صاحبه! لاس به ورکوو د افغانستان استقلال به خوندي ساتو. داسې یو حکومت، پراخ بنسټه حکومت چې په‌کې ټول افغانان ازبک او تاجک دا ټول جمع وي."

محمود خان اڅکزي داسې مهال دا څرګندونې کړي چې د اګسټ له نیمايي راهیسې له کله چې طالبان واک ته رسېدلي نړیواله ټولنه هم افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت په جوړېدو ټینګار کوي.

طالبان سره له دې چې اوسنی حکومت لنډمهالی بولي، خو وايي چې حکومت‌یې ټول‌شموله دی.