د امریکا ځانګړي استازي له قطري چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي سره د قطر بهرنیو چارو وزیر او د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار لیدنه

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ له لوړپوړو قطري چارواکو سره د افغانستان په مسئله خبرې کړي.

ټام وېسټ نن په خپل ټوېټر د دې لیدنې په اړه لنډ لیکلي.

هغه زیاته کړې چې د امریکا د یوه نږدې متحد قطر هېواد د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار محمد ال مسناد سره‌یې د افغانستان د راتلونکي په اړه بحث کړی. ټام وېسټ په دې ټویټ کې لیکلي چې د قطر ملاتړ او فعالیت د ستایلو دی.

قطر په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی او وخت ناوخته له امریکایانو او نورو چارواکو سره د افغانانو غونډې جوړوي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د دې اوونۍ سر کې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ له یوه لوړپوړي پلاوي سره هم دوه ورځې غونډې وکړې.