د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت وایي، پر نشو د روږدو کسانو د درملنې د تر ټولو ستر مرکز ظرفیتیې لوړ کړی دی.
د دغه وزارت ویاند سعید خوستي ویلي، پلازمېنه کابل کې دې مرکز پخوا د زرو روږدو د درملنې وړتیا درلوده، خو اوس په یوه وخت درې زره کسان پهکې تداوي کېدای شي.
ښاغلي خوستي پرون د نشهیي توکو په وړاندې د مبارزې معینیت له مسؤلانو سره له دې مرکزه د لیدنې پر مهال وویل: "د اسلامي امارت پلان دا دی چې په کابل ښار کې او په ولایتونو کې چې څومره معتادین دي، راټول کړل شي او علاجیې وشي. دا خلک واقعاً د رحم وړ دي، دوی مریضان دي، مجرمین نهدي."
د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د سړې هوا په رارسېدو یې د کابل له بېلابېلو سیمو نږدې درې زره معتادین راټول کړي او د درملنې مرکزونو تهیې استولي دي.
په افغانستان کې د معتادینو د کره شمېر په اړه تازه څه نهدي خپاره شوي، خو پخوانیو سروېګانو کې ویل شوي چې شااوخوا درې ملیونه کسان پهکې په نشو روږدي دي.