د طالبانو لوی درستیز: د یوه پیاوړي پوځ د جوړولو لپاره هڅې روانې دي

ارشیف، د طالبانو د بدري ۳۱۳ قطعې یو شمېر سرتېري

د طالبانو حکومت پوځي چارواکي وایي، د یوه پیاوړي پوځ د جوړولو لپاره‌یې هڅې روانې دي.

د طالبانو د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز قاري فصیح‌الدین دا خبرې پرون په پکتیا کې ۲۰۳ تندر قول اردو کې چې اوس د منصوري قول اردو په نوم ده، وکړې.

هغه خبریالانو ته وویل، د اردو په لیکو کې د پخواني حکومت مسلکي کسانو ته هم ځای ورکوي.

دی زیاتوي: "هغه کسان هم جذبېږي چې پخوانۍ اردو کې یې روزنه ترلاسه کړې او مسلکي دي، دا به هغه کسان وي چې فساد کې ښکېل نه‌وو."

تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم ویلي و چې د دوی په پوځ کې به د پخواني حکومت ټیټ پوړه سرتېرو ته ځای نه‌وي.

د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان پخواني حکومت شااوخوا درې نیم لکه پوځیان، پولیس او د ملي امنیت سرتېري درلودل، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال وویل، په هغه کمیت کې اردو ته اړتیا نه‌لري.