کابل کې د فوټبال لیګ د ب ګروپ لوبډلو دوه لوبې وشوې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په کابل کې د فوټبال لیګ د ب ګروپ لوبډلو ترمنځ نن دوه لوبې ترسره شوې.

د بدني روزنې ریاست د نشراتو رییس داد محمد ناوک ازادي راډیو ته وویل، د فوټبال د ب ګروپ د لوبډلو ترمنځ د لوبو په دوام نن چهارشنبه د مخابراتو لوبډلې له افغان ایلیټ سره د لوبې ډګر ته لاړه او لوبه ۳ د صفر پر وړاندې د مخابراتو لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

دوهمه لوبه د چهاراسیاب او توحید لوبډلو ترمنځ ترسره شوه او په دې لوبه کې چهار اسیاب وکړای شول یو د صفر پر وړاندې توحید لوبډلې ته ماتې ورکړي.

ټاکل شوې د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ د سالنګ ځوانانو لوبډله له توحید او افغان ایلیټ د شرکت برق سره د سیالیو ډګر ته لاړه شي.