د 'IRC' موسسې په لوګر ولایت کې پر بزګرو څه باندې لس میلیونه افغانۍ د نغدي وېش لړۍ پیلوي.
د کرنې وزارت ویاند مستعین عمري ازادي راډیو ته وویل، دغه لړۍ د لوګر ولایت د کرنې ریاست په مرسته پیل شوی او په ترڅ کې به یې هر بزګر ته ۱۷ زره او ۵۸۰ افغانۍ ورکړل شي.
د دغو مرستو هدف په لوګر ولایت کې د کرنې وده بلل شوی.
د لوګر ولایت اکثریت اوسیدونکی په کرنه بوخت دي او هرکال مڼې، انګور، زردالو، شفتالو، غنم، جوار او لسګونه نور کرنیز توکي نورو ولایتونو ته لېږي.