طالبان: د ځنګلونو د پرې کولو مخنیوي لپاره خوست ته یو پلاوی تللی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د ځنګلونو د پرې کولو او بهر ته د هغو د قاچاق د څېړلو او مخنیوي لپاره یې یو پلاوی خوست ولایت ته لېږلی دی.

د کرنې وزارت ویاند مستعین عمري ازادي راډیو ته وویل، دغه پلاوی د یاد وزارت د اوبو لګولو او طبیعي زېرمو معین په مشرۍ خوست ته تللی.

ښاغلی عمری وایي: "ځنګلونه د افغانستان طبیعي شتمني ده او د طالبانو حکومت د دغې شتمني ساتلو ته ژمن دي، له همدې امله به ډېر ژر د ځنګلونو د غیرقانوني پرېکولو او بهرته د هغو د قاچاق مخنیوي طرحه جوړه او کابینې ته وړاندې شي."

د ښاغلي عمري په خبره دغه راز د طالبانو حکومت کابینې پرېکړه کړې چې یو کمېټه دې جوړه شي، څو د لرګیو د انتقال لپاره یو مشخص وخت وټاکل شي، څو یې د قاچاق مخنیوی وشي.