لیک: د بایډن اداره دې له خطر سره د مخ افغانانو د ایستلو لړۍ اوږد مهاله کړي

کابل هوايي ډګر کې ځینې افغانان

په داسې حال کې چې امریکا په تېرو درېيو میاشتو کې له افغانستانه د ۸۳ زره له خطر د مخ افغانانو د ایستلو خبره کوي، خو یو شمېر همدغه کسانو د امریکا لوړ پوړو چارواکو ته د وتلو د بهیر د اوږدېدو په تړاو لیک استولی.

نقیب الله صديقي له تېرو ۷ کلونو راهیسې له امریکايي پوځیانو سره کار کړی و.

هغه چې د 'اېس. ای. وي" لپاره په ټولو شرایطو برابر دي او اسنادونه یې هم ټول پروسس شوي، خو له افغانستانه د وتلو لپاره ناهیلی شوي.

نوموړی د خپلې کورنۍ د خوندي ساتلو لپاره اندېښنه لري او له امریکا غواړي چې له یاده یې ونه باسي: "د اېس اي وي پروسه چې موږ یې کیس نمبر هم لرو او د اپروول په تمه یو، خو دغه بهیر ډېر ضعیف پر مخ روان دی، دې پروسې ته باید سرعت ورکړل شي چون زموږ ژوند له خطر سره مخ دی ."

خو تازه په افغانستان کې ۲۸۶ هغه پخواني امریکايي پوځیان او افغانان چې د امریکایانو سره کار کړی او په امریکا کې د افغان کډوالو ځینو بنسټونو د یو لیک په وسیله د بایډن له ادارې غوښتي چې د خطر سره د مخ افغانانو د ایستلو لړۍ اوږد مهاله کړي.

په دې کسانو کې ۱۶۸ یې پوځیان او ۷۷ ملکي کسان دي چې ځینو په فردي ډول او ځینو یې د یوه ګروپ په استازيتوب دغه لیک کې لاسلیکونه هم کړي.

په دې لیک کې د بایډن له ادارې غوښتل شوي چې د افغانانو د ایستلو د لړۍ تنظیم لپاره دې خپلې هڅې سل په سلو کړي.

په دې لیک کې وړاندیز شوی چې د ایستلو بهیر د تنظیم لپاره باید راتلونکي میاشتو او کلونو پورې یو کړنلاره جوړه شي.

دغه لیک د یو افغان انتفاعي بنسټ (افغان وک) چې د افغان کډوالو په برخه کې کار کوي، د امریکا ولسمشر جو بایډن، د پارلمان مشرې ننسي پلوسي او یو شمېر نورو نفوذ لرونکو کسانو ته استول شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې ورځې ناوخته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د سېپټمبر له لومړې نېټې تر دا مهاله ۴۷۰ امریکایان او ۴۱۷ هغه افغانان چې له خطر سره مخ و امریکا ته انتقال شوي دي: " شااوخوا ۸۳ زره افغانان امریکا ته راغلي، څو خپل نوی ژوند پیل کړي، موږ په ګډه د بشري ستونزو ترڅنګ د امنیتي مسایلو په اړه تر سخت بحث او مبارزې لپاره کار کوو."

له هغې وروسته چې د اګسټ په ۱۵ مه نېټه افغانستان د طالبانو له خوا ونیول شو، د امریکا له لوري په خپاره شوېو شمېرو کې یوازې په ۱۵ ورځو کې ۱۲۰ زره افغانانو افغانستان پرېښودلی دی.

د افغانانو د ایستلو لړۍ اوس هم روانه ده او ځینو هېوادونو د دې بهیر د اسانتیا لپاره ځيني شرطونه د هغه افغانانو لپاره چې دخطر سره مخ دی اسانه کړي هم دي.