نړیوال بانک د افغانستان له کنګل شویو پیسو د ۲۸۰ ملیون ډالرو د لېږد ملاتړ وکړ

نړیوال بانک

د نړیوال بانک بورډ د افغانستان لپاره له یوه وجهي صندوق څخه د ملګرو ملتونو دوو مرستندویه ادارو ته له کنګل شویو پیسو څخه د ۲۸۰ ملیون ډالرو د لېږد ملاتړ وکړ.

روېټرز خبري اژانس د ځینو سرچینو په حواله وایي، مخکې له دې چې دغه پیسې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) او د ماشومانو د ساتنې ادارې یونېسف ته ورکړل شي، د افغانستان د بیارغونې لپاره د نړیوال بانک د وجهي صندوق ۳۱ بسپنه ورکوونکي یې باید تأيید کړي.

د نړیوال بانک بورډ د سې شنبې د ورځې په غونډه کې پر دې غور کاوه چې که له دغه وجهي صندوق څخه چې یو نیم میلیارد ډالره مرسته په‌کې راټوله شوې، تر ۵۰۰ ملیون ډالرو پورې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره ازاده کړي.

د راپور له مخې د افغانستان ۳۹ ملیونه نفوس له سخت اقتصادي وضعیت سره مخامخ دی، د ژمي لپاره خوراکي مواد کم دي او بې‌وزلي په وروستیو درېیو میاشتو کې چې امریکایي ځواکونه له دې هېواده وتلي او طالبان واک ته رسېدلي، پراخه شوې ده.

د نړیوال بانک یوه ویاند تأيید کړه چې د دې بانک بورډ په دې اړه بحث وکړ او د بسپنه ورکوونکو رهبري کمېټه به د سبا جمعې په غونډه کې په دې اړه چې ایا دغه پیسې مرستندویه ادارو ته ورکړل شي که نه؟ پرېکړه وکړي.