ملګرو ملتونو د افغانستان څوکۍ طالبانو ته ورنه‌کړه

د ملګرو ملتونو غونډه؛ نیویارک

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته ورنه‌کړل شوه.

په دې اساس به په دغه سازمان کې د پخواني افغان دولت استازولي خپل کار ته دوام ورکوي.

دې استازولۍ هم په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو د اعتبارلیکونو کمېټې په یاد سازمان کې د افغانستان څوکۍ په هکله خپله پرېکړه وځنډوله.

استازولۍ ویلي په دې اساس به د افغانستان د اسلامي جمهوریت نمایندګي خپل کار ته دوام ورکوي.

غلام محمد اسحق‌زی چې د پخواني دولت استازی دی په خپله څوکۍ پاتې شوی.

په ملګرو ملتونو کې د سویډن استازې او د اعتبارلیکونو د نهه کسیزې کمېټې مشرې اننا کارین اینسټروم تر بېګانۍ غونډې وروسته وویل چې دوی د افغانستان او میانمار په اړه پرېکړې ځنډولي.

د پخواني ولسمشر اشرف غني مرستیال امرالله صالح هم د ملګرو ملتونو له دې پرېکړې هرکلی کړی. هغه ویلي دي چې په دې سازمان کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د استازولۍ دوام او د بیرغ رپانده ساتل د ده په خبره د هغو ټپونو لپاره مرهم دی چې طالبانو افغانستان ته وراړولي.

خو د طالبانو له‌خوا دې څوکۍ ته نومول شوي سهیل شاهین په یوه ټویټ کې ادعا کړې چې دا څوکۍ په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د استازولۍ مشروع حق دی. هغه زیاته کړه په دې پرېکړه کې د ځینو هېوادونو سیاسي ملحوظات په نظر کې نیول شوي.