نیمروز ولایت کې طالبانو له ایراني پوله‌ساتو ځواکونو سره نښته کړې

د طالبانو او ایراني پوله‌ساتو ترمنځ نښته

طالبانو له ایراني پوله‌ساتو ځواکونو سره د افغانستان د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې نښته کړې ده.

د طالبانو حکومت یوه سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته تأییدوي چې نن چهارشنبه د مازیګر شااوخوا پنځه بجې د طالبانو او د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ دغه نښته شوې ده.

دغه سرچینه زیاتوي چې نښتې دوه ساعته دوام وکړ او د پوځي مرستې په غوښتلو سره‌یې بشپړ چمتووالی نیولی دی.

په هغو وېډيو ګانو چې په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي لیدل کېږي چې طالبان له سپکو او درنو وسلو کار اخلي.

د سرچینې په وینا، نښته پر طالبانو د ایراني ځواکونو له حملې وروسته پیل شوې ده.

دغه نښته کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه تر اوسه جزئیات نه‌دي خپاره شوي.

د ایران تسنیم خبري اژانس هم پېښه تأییدوي، خو لامل‌یې سرحدي سوء تفاهم یادوي.

د دغه اژانس په راپور نښته اوس‌مهال پای ته رسېدلې ده.