پوتین: روسي سمندري ځواکونو ته به هایپرسونیک راکټونه ورکړل شي

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

په داسې حال کې چې د لوېدیځ او مسکو ترمنځ کړکېچ زیات شوی، د روسیې ولسمشر وايي، ډېر ژر به یې سمندري ځواکونو ته هایپرسونیک راکټونه په واک کې ورکړل شي.

ولادمیر پوتین پرون سې شنبه (د لېندۍ ۹مه) له مسکوه د پانګونې یوې انلاین غونډې ته په وینا کې وویل: "موږ دغه توغندي په بریا ازمویلي او د راتلونکي کال په لومړیو کې به هایپرسونیک مخ ۹ (Mach 9) ډوله توغندي په سمندر کې ځای پر ځای شي چې د دستور او الوتنې ترمنځ فاصله پنځه دقیقې دي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په پام کې ده د لاتویا په پلازمېنه رېګا کې نن هم د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه دوام وکړي چې د اوکراین پر پوله د روسیې پر پوځي استحکاماتو په کې بحث کېږي.

وروسته له هغې چې روسیې په ۲۰۱۴میلادي کال کې د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره الحاق او د اوکراین په ختیځ کې یې د روس-پلوه بېلتونپالو ملاتړ ته دوام ورکړ، د مسکو او لویدیځ ترمنځ کړکېچ اوج ته ورسېد.