یونېسف: ۶۱۰۰کسانو ته د تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه پوهاوی ورکړل شوی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه صندوق یا یونېسف وايي، شپږ زره او سلو بانفوذه کسانو او ځايي چارواکو ته یې د جنسیت پر اساس د تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه پوهاوی ورکړی دی.

دغې ادارې پرون سې شنبه (د لېندۍ ۹مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د افغانستان په اوسني بحران کې تر بل هر څوک ښځې او نجونې زیات کړاوونه ګالي.

په افغانستان کې له څو کلونو د نوومبر له ۲۵مې نېټې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیواله ورځ ده، د عامه پوهاوي لپاره ۱۶ ورځنی کمپاین عملي کېږي.