د ننګرهار طالب چارواکي: د داعش ډلې ۳ مهم غړي وژل شوي

ننګرهار کې د داعش ډلې پر یوه پټن‌ځای د طالبانو عملیات

په ننګرهار کې د طالبانو امنیتي چارواکي وایي چې تېره شپه د دې ولایت د مرکز جلال اباد اړوند لومړی ناحیې د زنګویي سیمه کې یې د داعش ډلې درې تنه وژل شوي او د ۲ طالبانو په ګډون ۴ تنه ټپیان دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر مولوي طاهر مبارز تر عملياتو وروسته رسنيو سره خبرو کې وويل چې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو له لوري د تېرې شپې په شپږ ساعته عملیاتو کې چې د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند زنګویي سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د داعش ډلې د هدفي وژنو د مسؤل قاري عطاء الرحمن پر کور ترسره شول، په کې درې تنه داعشیان وژل شوي او خپله عطاءالحمن په ګډون دوه تنه په ټپي حالت کې ژوندی نیول شوي دي.

د امنيت امر طاهر مبارز په خبره، په وژل شوېو داعشیانو کې یوه مېرمنه هم شامله ده چې په ځان پورې د تړلو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله وژل شوې ده.

د مولوي مبارز د معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې ملکي وګړو ته زيان نه دی اوښتی او یوازې د دوی دوه طالب وسله وال برسېرن ټپيان شوي دي.

د پېښې عینې شاهدانو چې هلته شااوخوا کورونه لري ویلي چې لږ تر لږه څلور ساعته یې د سپکو او درنو چاودونو غږونه اورېدلي، خو د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نه لري.

دوی همدا شان ویلي چې شااوخوا کورونو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې د ننګرهار په ګډون په ډېرو ولایتونو کې د طالبانو او پر نورو هدفونو بریدونه کړي، تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.