د بشر حقونو سازمان: د پخواني حکومت له سلو زیات امنیتي ځواکونه وژل شوي

کابل کې وسله وال طالبان

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو له سلو زیات غړي وژل شوي یا په زوره لادرکه شوي دي.

هیومن رایټس واچ دا خبره په هغه راپور کې چې نن یې خپور کړی کړې او ویلي یې دي چې دغه قربانیان، پوځیان، پولیس او د ملي امنیت د ادارې غړي دي چې د اګسټ له پنځلسمې د اکتوبر تر ۳۱ پورې یا طالبانو ته تسلیم شوي یا د هغوی له خوا نیول شوي دي.

هیومن رایټس واچ ویلي چې په دې اړه یې کره شواهد ترلاسه کړي او ډېر کسان په غزني، هلمند، کندهار او کندز ولایتونو کې وژل شوي یا لا درکه شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مسولې پاتریشیا ګاسمن ویلي چې د طالبانو له خوا د بښنې اعلان د دې ډلې سیمه ییز قوماندانان له دې نه دي منع کړي چې د افغان امنیتي ځواکونو پخواني غړي اعدام نه کړي یا یې تري تم کړي.

طالب چارواکو د هیومن رایټس واچ د دغو موندنو په اړه ویلي چې له خپلو لیکو یې ۷۵۵ تنه لېرې کړي چې په دغسې اعمالو کې یې لاس درلودلی دی.

طالبانو په اګسټ میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته د امنیتي ځواکونو په ګډون د پخواني حکومت ټولو غړیو ته عفوه اعلان کړې ده.