غزني کې له ۵۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه

د مرستو وېش

د 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' په مالي مرسته په غزني کې د یوې خیریه موسسې 'وېسټا' له لوري له پنځه سوه بې وزله کورنیو سره نغدي او د ځینو توکو مرسته شوې ده.

په غزني کې د یادې موسسې مسوول مطیع الله کمالپوري ازادي راډیو ته وویل، دغه مرستو کې د هرې کورنۍ لپاره ۲۶۵ امـریکایـي ډالـر او د ۱۰۵ امـریـکایـي ډالـرو پــه بـیـه غـیـر خـوراکـي تـوکي شامل دي.

دی وايي: "په دې مرسته کې د ۲۶۵ امریکايي ډالرو ترڅنګ کمپلې، ترپالونه، ګاز ډبه، ستل او ځینې نور شیان شامل دي، څو ورځې وړاندې مو هم له ۵۱۱ کورنیو سره نغدي مرستې کړې وې، هغوی کې د ۲۵۱ کسانو لپاره څلور سوه امریکايي ډالره نغدي مرستې وې او ۲۶۰ کسانو لپاره یې ۲۲۵ امریکايي ډالر وو."

ښاغلی کمالپوري وايي، په غزني کې په زرګونه کورنۍ دي چې په سخته بې وزلي کې ژوند کوي چې په وینا یې دوی په پام کې لري له نورو دغه ډول کورنیو سره مرستو ته دوام ورکړي.

دغه ځای کې هغه کسان چې دغه مرسته یې ترلاسه کړي زیات خوشحاله دي او د نورو مرستو غوښتنه کوي.

د یــادو مـرسـتـو د ویـشـلو پـه غونډه کـې د طالبانو د حکومت د غـزنـي والـي مـولـوي مـحـمـداسـحـاق (اخـنـدزاده) په خپلو خبرو کې له نړیوالو موسسو څخه له خلکو سره د مرستو غوښتنه وکړه.

د غزني ولایت ډېری اسېدونکي د سختو جګړو او ناامنیو له امله په بې وزلۍ او غریبۍ کې ژوند کوي.