د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مرستیال مشر وايي چې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې د احیا کولو لپاره په ویانا کې د نننیو خبرو لپاره تیاری په چټکۍ سره روانې دي.
انریک مورا چې پرونیې د ایران، روسیې او چین له مرکچیانو سره وکتل، پر ټویټر لیکلي دي چې نن به د اروپايي ټولنې او امریکا له استازو سره هم وګوري.
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او لوی مرکچي علي باقري له پرونیو خبرو وروسته هیله وښوده چې په ویانا کې نن مازیګر پیلېدونکې خبرې به د تهران او لویو قدرتونو ترمنځ د مذاکراتو لپاره چوکاټ او موده وټاکي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده نن خبریالانو ته وویل چې پر ایران د بندیزونو لیرې کول د خبرو د دوام اصلي شرط دی.
ښاغلی خطيبزاده زياتوي: "که امریکا په رښتیا د بندیزونو د لیرې کولو لپاره راځي د مذاکراتو خونې ته د ننوتو ټکټ ترلاسه کولای شي که نه، د خبرو له مېزه به همداسې بهر پاتې وي."
تهران د ۲۰۱۵ کال په اټمي موافقه کې ژمنه کړې وه چې د نړیوالو بندیزونو د لیرې کولو په بدل کې به خپل اټمي فعالیتونه محدودوي، خو د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالد ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې له دې موافقې ووت.
ایران هم د دې اقدام په ځواب کې په تدریجي ډول له دې موافقې سرغړونې پیل کړې.
د امریکا اوسني ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې چې که ایران پر دې موافقه عمل وکړي، نو متحده ایالات به هم ورسره یوځای شي.