اریانا افغان هوایي شرکت سعودي عربستان ته ځانګړې الوتنې پيلوي

د اریانا افغان هوایي شرکت الوتکه

اریانا افغان هوایي شرکت وايي سعودي عربستان ته د ډسمبر له ۴مې ځانګړې الوتنې پيلوي.

دغه شرکت بېګا په دې تړاو په خپله فېس‌بوک پاڼه یوه اعلامیه خپره کړې.

د اعلامیې له مخې د سعودي عربستان چارواکو په ریاض کې له افغان سفارت سره هوکړه کړې چې په دغو پروازونو کې هغه افغانان سعودي ته یوسي چې مخکې یې هلته د کرونا یو ډوز واکسین لګولی وي او په توکلنا اپلکېشن کې یې نومونه ثبت وي.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره نږدې ټولو هېوادونو ته پروازونه وځنډېدل او تر اوسه عادي حالت ته نه‌دي ګرځېدلي.

په سعودي او نورو عرب هېوادونو کې په کاراوبار او سوداګریو بوخت هغه افغانان چې په رخصتیو باندې افغانستان ته راغلي وو لا هم د پروازونو د نشتوالي یا محدودیت په خاطر ایسار پاتې دي.