د بخښنې سازمان: نړۍ باید د افغان مېرمنو د لاسته راوړنو خوندیتوب ته ودانګي

په کابل کې د افغانو مېرمنو لاریون

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي د نړۍ مشران باید د افغان مېرمنو د ۲۰ کلنو لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره ودانګي.

دغه سازمان پرون په دې تړاو یوه مفصله اعلامیه خپره کړې او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یې د افغان مېرمنو د لاسته راوړنو د له‌منځه تلو ګواښ کړی.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي د اګسټ له ۱۵مې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د ټولو افغانانو په تېره بیا د ښځو او نجونو ورځنی ژوند خورا محدود او ستونزمن شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو محرومې شوي، د ګڼو برخو ښځینه کارکوونکې په کور کېنول شوي او له دوی ګڼې ازادۍ سلبې شوي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي که څه هم افغانستان تېر ۲۰ کاله له جګړو سره مخ و، خو د ښځو په برخه کې یې د پام وړ لاسته راوړنې هم درلودې.

سازمان یوه انلاین عریضه هم جوړه کړې او له خلکو یې غوښتي چې امضا یې کړي او د نړۍ مشران د افغان ښځو د حقونو او لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره په طالبانو د فشار راوړلو لپاره اړ کړي.

د طالبانو رئیس‌الوزا محمد حسن اخوند بیا وړمه شپه په خپله وینا کې ویلي چې د دوی حکومت د اسلام په چوکاټ کې د ښځو د حقونو تأمین ته ژمن دی او د تعلیم په برخه کې یې هم لازمې هڅې کوي.