امریکا په عمان خلیج کې د ایران د سمندري ځواکونو دوه غړي وژغورل

په عمان خلیج کې مېشت د امریکا سمندري ځواکونه

د امریکا متحده ایالاتو سمندري ځواک نن وویل، د ایران د سمندري ځواکونو دوه غړي یې په عمان خلیج کې وژغورل.

د ایران د سمندري ځواکونو دغه دوه غړي، په عمان خلیج کې د اتو ورځو لپاره د کب نیولو په یوه کښتۍ کې لالهانده ګرځېدل.

د امریکا د سمندري ځواکونو مرکزي قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې وویل، له تماس وروسته، د دوی یوه بار وړونکې کښتۍ پرون له خوړو، اوبو او روغتیايي پرسونل سره ولېږل شول.

دواړه ژغورل شوي کسان له ښې روغتیا او روحیې برخه‌من دي او د عمان د سرحدي ساتنې یوې کښتۍ ته لېږدول شوي چې د عمان پلازمېنې مسقط ته بوتلل شي.