د طالبانو حکومت هیلهمند دی چې په دوحه کې پیل شوې خبرې به د افغانستان پر وضعیت مثبت اغېز وکړي.
دوحه کې د طالبانو، امریکايي پلاوي، اروپايي ټولنې او ځینو نورو لورو خبرې پرون پیل شوې او نن هم دوام لري.
قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، پرونۍ غونډې یې مثبتې وې او تر ډېرهیې د اروپايي ټولنې استازو ته د هغوی د اندېښنو په اړه وضاحت ورکړی دی.
پرون هم دوحه کې طالب پلاوي له قطري چارواکو او د اروپايي ټولنې له استازو سره کتلي و. دې کتنو کې د افغانستان په سیاسي وضعیت، د کنګل شویو پیسو په ازادۍ، د بانکي سیستم د سقوط د مخنیوي او له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام خبرې شوې وې.
دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل، د اروپايي ټولنې استازو له طالب پلاوي سره خبرو کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو، نجونو او ښځو ته د زدهکړې او د کار د زمینې برابرولو او د بشري مرستو د رسولو په برخه کې خپلې اندېښنې او غوښتنې له دوی سره شریکې کړې.
ښاغلی نعيم زياتوي: "په عام ډول موضوعات په درې برخو را څرخېدل چې هغه د سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت په اړه و. د هېواد وضعیت تشرېح شو. هغوی سره چې د بشر حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو، زدهکړو او نورو په اړه اندېښنې وې، دوی ته وضاحت ورکړل شو. د بانکي سیستمونو په اړه شته ستونزې مو ورسره شریکې کړې. مجلس مثبت و او نن به هم په همدې تړاو غونډې کېږي."
![نعیم وایي په عام ډول موضوعات په درې برخو را څرخېدل چې هغه د سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت په اړه و](https://gdb.rferl.org/62078DF7-5CD2-4A16-BB1D-1C11DE25AED3_w1080_h608_s.jpg)
نعیم وایي په عام ډول موضوعات په درې برخو را څرخېدل چې هغه د سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت په اړه و
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند هیله ښيي چې له امریکايي چارواکو، د اروپايي ټولنې له استازو او نورو لورو سره به پیل شوې خبرې د افغانستان پر وضعیت مثبت اغېز وکړي.
ښاغلی محمد نعیم وايي، نن هم له امریکايي چارواکو او د اروپايي ټولنې له استازو سره غونډې لري او په بېلابېلو مهمو موضوعاتو به سره خبرې وکړي.
که څه هم د طالبانو حکومتي پلاوی چې مشري یې د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کوي، د نومبر تر ۲۹مې د دې خبرو دوام یاد کړی، خو تمه ده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ تر دوو اوونیو دوحه کې پاتې شي.
![توماس وېسټ](https://gdb.rferl.org/00ef0000-0a00-0242-ddd5-08d9abea6aa0_cx6_cy5_cw52_w1080_h608_s.png)
توماس وېسټ
هغه به له طالب پلاوي سره پر کتنو سربېره، د امریکا شریکانو او متحدانو سره پر یوې داسې تګلاره کار وکړي چې څه ډول کولای شي په افغانستان کې له روان ټولنیز او بشري وضعیت سره مرسته وکړي.
د امریکا او اروپايي ټولنې اندېښنه د ټولنیز، اقتصادي او بشري ناورین په اړه ده، هغه چې اوسمهال نهیوازې افغانان ورسره مخ دي، بلکې د وضعیت د لا کړکېچنېدو سره کېدای شي، هغه د کمر پر غاړه ولاړ بنسټونه هم لهمنځه یوسي چې تېرو ۲۰ کلونو کې پرې پرېمانه پانګونه شوې.
که څه هم له دې غونډو د طالبانو دوه مهمې هیلې، یوه د افغانستان د بانکي زېرمې خلاصېدل او دوهم د دوی حکومت په رسمیت پېژندل دي، خو له دې مجلسونو وړاندې اروپايي ټولنې یو ځل بیا په ټینګار سره وویل چې د طالبانو حکومت په رسمیت نهپېژني.
امریکا له وړاندې ویلي چې د طالبانو د رسمیت پېژندو لپاره ډېره لار پاتې ده او دوی د دې جوګه نهدي چې د افغانستان ملي شتمني وروسپارل شي.
- خو ایا په دوحه کې پیل شوې خبرې به وکولای شي دا دریځونه نرم کړي؟
د سیاسي چارو شنونکي شفیق همدرد ازادي راډیو ته وویل: "زه فکر کوم چې امریکا به د افغانستان کنګل شوې پیسې یو څه په مشروط ډول ازادې کړي، خو فکر نهکوم چې په نږدې راتلونکي کې دې امریکا د افغانستان نوی نظام په رسمیت وپېژني. ځکه مسایل لا په خپل ځای پاتې دي او دوی لا یوې ملموثې پایلې ته نهدي رسېدلي."
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، طالب پلاوي او امریکايي چارواکو په تېرې اکټوبر میاشت کې رسمي لیدنه وکړه او دواړو لورو شوې غونډه اغېزمنه وبلله، خو کانګرس ته د طالبانو د حکومت له لیک وروسته، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ غبرګون وښوده چې لا ډېر کار ته اړتیا شته.