اردوغان په ترکمنستان کې د ایکو یوه سرمشریزه کې ګډون کوي

د ترکیې ولسمشر

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن په ترکمنستان کې د اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکو په یوه سرمشریزه کې ګډون کوي.

اردوغان پرون له خپل ترکمنستاني سیال قربان قلي بردي محمدوف سره د خبرو لپاره په ترکمنستان کې و.

له بردي محمدوف سره د کتنې پر مهال اردوغان د سوداګرۍ په اړه یوه موافقه هم لاسلیک کړه چې تر ډېره پر انرژۍ راڅرخي.

دغه موافقه د کلتور او پوهنې په اړه هم ده.

د ترکیې ولسمشر خبریالانو ته وویل چې دواړه هېوادونه ژمن دي چې په خپلو کې دوه اړخیز تجارت ۵ ملیارد ډالرو ته ورسوي.

اردوغان به د ایکو سازمان د غړو هېوادونو له نورو مشرانو سره هم وګوري.