په قرغزستان کې پارلماني ټاکنې؛ د ۹۰ څوکیو پر سر سیالۍ کېږي 

قرغزستان کې ټاکنې

په قرغزستان کې نن پارلماني ټاکنې پیل شوې.

د منځنۍ اسیا په دې هېواد کې پارلمان یوه جرګه لري او د ۹۰ څوکیو لپاره‌یې د ۲۱ ګوندونو او سلګونه ولسوالیو کاندیدان سیالي سره کوي.

د قرغزستان دننه د رأی اچونې ۲،۴۳۵ مرکزونه پرانیستل شوي او پر دې سربېره په ۲۹ هېوادونو کې هم قرغزي اتباعو ته د رأی اچونې ۵۹ مرکزونه پرانیستل شوي دي.

له دې ډلې ۲۰ مرکزونه یوازې روسیه کې خلاص شوي، چېرته چې ډېر شمېر قرغز کډوال اوسېږي.

له دې ټاکنو څو ورځې وړاندې چارواکو اعلان وکړ، ۱۵ تنه‌یې نیولي چې غوښتل‌یې له رأی ورکونې وروسته کودتا وکړي.

د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د قرغزستان دننه ټاکنې لانجمنې شوې چې له اعتراضونو وروسته‌یې اوسنی ولسمشر صادیر جپاروف له زندانه خلاص او د چارو واګې یې په لاس کې واخیستې.