د نړۍ له قدرتونو سره د خبرو بیا پیل؛ د ایران اټمي مرکچي ویانا ته رسېدلی

د ایران یوه اټمي بټۍ

د نړۍ له پیاوړو قدرتونو سره د خبرو د بیا پیل په درشل کې د ایران جګپوړی اټمي مرکچي ویانا ته رسېدلی.

د ایرنا دولتي خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر علي باقري د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې د راژوندي کولو لپاره د مذاکراتو په بل پړاو کې د ګډون په مقصد د یوه پلاوي په راس کې پرون د لیندۍ په شپږمه د اتریش پلازمېنې ویانا ته ورسېد.

دا مذاکرات چې له جون میاشتې راهیسې په ټپه درېدلي و، سبا دوشنبه د ایران، بریتانیا، چین، فرانسې، جرمني او روسیې ترمنځ بیا پیلېږي.

متحده ایالات په دې خبرو کې په غیر مستقیم ډول ګډون کوي.

د امریکا مخکېنی ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران له اټمي موافقې څخه ووت، خو د جو بایډن ادارې په دې اړه د خبرو بیا پیل ته لېوالتیا ښودلې.