جرمني: رسنیو لپاره د طالبانو نوې تګلاره به د بیان ازادي کمزورې کړي

د افغانستان یوه خصوصي رسنۍ

جرمني وايي، د طالبانو له لوري د رسنیو لپاره نوې تګلاره به په افغانستان کې د بیان ازادي کمزورې کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټویټرپاڼه د ټلوېزیونونو لپاره د طالبانو د امر بالمعروف د ادارې له لوري پر اعلان شوېو مقرراتو اندېښنه ښوولې ده.

دې وزارت د رسنیو لپاره د طالبانو مقررات د هغوی د ژمنو خلاف بللي دي.

د طالبانو امربالمعروف له ټلوېزیونونو غوښتي چې هغه سریالونه او فلمونه چې ښځې په کې وي، ونه ښيي او همدا راز هغه سریالونه په هېڅ صورت خپاره نه کړي چې د انبیاوو یا صحابه وو تمثیل په کې شوی وي.