۵۰ هېوادونه: طالبان دې تروریستانو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي

طالبان

د اروپا او اسیا څه دپاسه پنځوسو هېوادونو د یوې دوه ورځنۍ انلاین غونډې په پای کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت اندېښنه وښودله او د طالبانو پر حکومت یې غږ وکړ چې تروریستي ډلو ته هلته د فعالیت اجازه ورنه کړي.

د اسیا- اروپا په ۱۳مه سرمشریزه کې چې کوربه یې د کمبودیا مشر هون سین و، د کرونا ضد واکسین په وېش کې د مساوات غوښتنې ترڅنګ د جګړه ځپلي افغانستان او میانمار په اړه چې پوځي کودتا په کې شوې ده بحث وشو.

د سرمشریزې ګډونوالو پرون له غونډې وروسته په یوه بیان کې موافقه وکړه چې افغانستان باید بیا هېڅ کله د تروریستانو په خوندي ځاله بدل نه شي.

دوی پر طالبانو هم غږ وکړ چې له تروریستي ډلو سره اړیکي پرې کړي.

طالبانو د دې سرمشریزې د اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې یې پرله پسې ټېنګار کړی چې دوی له نړیوالو تروریستي ډلو سره اړیکي نه لري.