د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې پر افغانستان هم بحث کېږي

ناټو

په پام کې ده چې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د راتلونکې اوونۍ په غونډه کې د افغانستان په اړه هم بحث وشي.

دا غونډه د را روانې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د لاتویا په پلازمېنه ریګا کې جوړېږي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تېر ماښام په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې په دې غونډه کې به پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو د وروسته حالت په اړه بحث وشي.

سټولټنبرګ وایي: "د بهرنیو چارو وزیران به پر افغانستان هم بحث وکړي. په اګسټ میاشت کې د افغان حکومت او وسله والو ځواکونو له ناڅاپي ړنګېدو وروسته ما د ناټو د غونډې په اړه یوه هر اړخیزه ارزونه پیل کړه."

سټولټنبرګ ونه ویل چې د ناټو د غړو هېوادونو وزیران به د افغانستان په اړه پر کومو مشخصو مسایلو خبرې وکړي، خو یادونه یې وکړه چې د افغانستان د خلکو لپاره د طالبانو بیا راتګ یوه تراژیدي ده.

ناټو او د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف نورو غړو هېوادونو خپل ځواکونه د روان کال د اګسټ په ۳۱مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو دوه اوونۍ وروسته وایستل.