افغانستان کې د بې ځایه شویو کډوالو په اړه د مهاجرت سازمان اندېښنې

کابل کې بې ځایه شوي کډوال

په افغانستان کې د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، سخت ژمی را روان دی او هره ورځ د بې ځایه شوېو د شمېر د زیاتېدو او زیانمنېدو خطر زیاتېږي.

دغې ادارې پرون په خپله رسمي ټویټرپاڼه کې لیکلي، شپه او ورځ کار کوي چې په ټول افغانستان کې شااوخوا دوه لکه کسانو ته خپلې ژمنۍ مرستې ورسوي.

د کابل یوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته د ښار د وضعیت په باب وویل: "​افغانستان ته یو نسبي امن راغلی دی، خو خلک په اقتصادي لحاظ له ستونزو سره مخامخ دي. په سلګونو روغتونونه تړل شوي. دولتي روغتونونه د دارو درملو له کموالي سره مخامخ دي. د خلکو له ۸۰ تر ۹۰ فیصده یې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. خلکو ته د کار شرایط هم برابر نه دي."

د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې اتلس میلیونه او څلور لکه کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.