د ازادي راډیو د بېلاروسۍ څانګې خبریال مېنسک کې ونیول شو

د ازادي راډیو بېلاروسۍ څانګه

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د بېلاروسۍ څانګې مقطع­يي خبریال په پلازمېنه مېنسک کې ونیول شو. د اندري کوزنیچیک مېرمنې دا خبر تایید کړی دی.

دا تحول داسې وخت راځي چې د الکساندر لوکاشینکو د رژیم له خوا پر خپلواکو رسنیو فشارونه زیات شوي دي.

د کوزنیچیک مېرمنې الیسیا راک ازادي راډیو ته وویل، خاوند یې پرون بایسکل چلولو ته ووت چې په ملکي جامو کې څلورو کسانو له ځان سره روان کړ.

د هغې په خبره دغو څلورو کسانو خپل هویت نه دی ښوولی، خو د دغه خبریال کور یې هم تالاشی کړی دی.

په بېلاروس کې اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې الکساندر لوکاشینکو د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې ځان بریالی اعلان کړ، خو لویدیځ او د هغه سیاسي مخالفان وايي، په دغو ټاکنو کې درغلي شوې ده.