پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره سم له ختیځ ولایت ننګرهاره لسګونه سندرغاړي او هنرمندان ګاونډي پاکستان ته کډوال شوي دي.
د ننګرهار د هنرمندانو د ټولنې مسولین وايي، په دې ولایت کې لږ تر لږه پنځه سوه هنرمندانو هنري فعالیتونه کول چې اوس مهال په ټپه ولاړ دي او دوی د بې روزګارۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.
د ننګرهار د هنرمندانو د ټولنې رییس ۶۰ کلن استاد کمین ګل جلال اباد کې د لویې لارې پر سر منتو پلوري، نوموړی ښایي د ورځې په اوسط ډول تر سل یو نیم سل وګټي، خو د زیاتېدونکې فقر او بې کارۍ په دې شپو ورځو کې دا هم غنیمت ګڼي.
نوموړی وايي، پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ مخکې یې کله هم داسې فکر نه و کړی، خو یو ناڅاپي د هر څه بدلون د ده په څېر له زرګونه نورو افغانانو هم کاروبارونه واخیستل.
پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د سندغاړو په هنري فعالیتونو بندیزونه لګېدلي دي.
استاد کمین ګل وایي، کاروبار یې په ټپه ولاړ دی اوس خپلې شل کسیزې کورنۍ ته د نفقې د پیدا کولو په هدف يې په پور د منتو خرڅولو دا کوچنی کاروبار پیل کړی دی.
دې د خپل یوه وراره کیسه کوي چې د ولږې له امله يې درې ورځې په نهاره روژه نیولې ده: "ما خو څه کوئ د حاجي چمن د کورنۍ یو تن کار کوي او څلویښت کسان ډوډۍ یې خوري، هغه بله ورځ يې راته وویل چې کاکا درې ورځې مې روژه نیولې ده، ما فکر وکړو چې ثوابي يې نیولې ده، پوښتنه مې ترې وکړه چې څنګه راته يې وویل چې کاکا کور کې ډوډۍ نه وه."
دی وايي، نه یوازې دا بلکې ننګرهار چې د نږدې ۴۵۰ هنرمندانو کور بلل ېیږي بې کاري په کې خپل اوج ته رسېدلې ده.
کمین ګل زیاتوي، هنر پالل د دوی کورنۍ دنده ده، خو د وروستیو سیاسي بدلونونو د رامنځته کېدو له امله يې د کورنۍ څلور نور غړي هم بې کاره شوي دي.
نوموړي دا شان وویل چې اوس مهال تر ۲۵ ننګرهاري سندرغاړي او له سلو ډېر ساز غږونکي د بې روزګارۍ له امله پېښور ته کډه شوي دي او که ورته حالات دوام وکړي نو ښايي نور هم کډوالۍ ته اړ شي.
دی وايي: "غریب مه وژنه ډوډۍ ترې واخله، داسې هم نه ده چې موږ غریبي نه ده کتلې، خو دا ۴۰ کاله چې کوم تحولات راځي، اول کار يې له موسیقۍ سره وي او بندیز پرې لګوي، اوس که دا موسیقۍ دومره بد کار وي، نو په نړۍ کې نور اسلامي هېوادونه هم شته هلته هم باید بنده شي."
دی وايي، هیله یې درلوده چې د سولې له راتګ وروسته به لېرې پرتو ولسوالیو ته هنري سفرونه وکړي، خو اوس يې ان په ښار کې هم حاکم نظام موسیقۍ ته نه پرېږدي.
که څه هم طالبان په ټوله کې د بې روزګارۍ په اړه ویلي، هڅه کوي خلکو ته کاري زمینې رامنځته کړي خو وايي چې موسیقۍ ته اجازه نه ورکوي.
د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل، ټول هغه هنرونه چې له اسلامي شریعت سره ټکر لري اجازه نه ورکول کېږي: "په اسلام کې چې کوم هنر ته اجازه شته موږ ورسره ستونزه نه لرو، خو کوم شیان اسلامي شریعت اجازه نه ورکوي نو اجازه ورکول ورته زموږ د وس خبره نه ده او په دې کار کې باید افغانان هم له موږ سره موافق ووسي ځکه دلته خلکو د اسلامي شریعت د نفاذ لپاره قربانۍ ورکړي دي."
خو استاد کمین ګل له طالبانو غواړي چې لږ تر لږه افغانۍ موسیقۍ ته اجازه ورکړي ځکه د ده په وینا دا د افغاني کلتور برخه ده او نه باید د کلتوري مسایلو د مړه کولو هڅه وشي.
په افغانستان کې پر موسیقۍ بندیز بې سابقې نه دی.
د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ له سقوط وروسته د برهان الدین رباني په مشرۍ د مجاهدینو حکومت هم د موسیقۍ په غږولو او اورېدلو لګولی وو، وروسته د طالبانو په حکومت کې دا بندیز لا پسې سخت شو، خو په ۲۰۰۱ میلادي کال کې کله چې د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونو د طالبانو نظام وپرځاوه پر هنرونو بندیزونه لېرې شول.
په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د موسیقۍ د زده کړو بېلابېل مرکزونه رامنځته شول چې زرګونه سندغاړي او هنرمندان يې وروزل.
د غیر رسمي شمېرو له مخې اوسمهال په افغانستان کې له شل زره ډېر سندرغاړي او ساز غږونکي ژوند کوي چې نږدې ټول يې د فقر او لوږې له ګواښ سره مخ دي چې یوه بېلګه يې د استاد کمین ګل د کورنۍ ده.
ددې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5