د بېلاروس-پولنډ پولو کې ایسار عراقیان خپل هېواد ته واستول شول

د بېلاروس-پولنډ پولو کې ایسار کډوال

د رسنیو راپورونه وايي، شااوخوا ۶۰۰ عراقیان چې د څو اوونیو لپاره د بېلاروس او پولنډ په پولو کې ایسار پاتې وو، نن بېرته خپل هېواد ته ستانه شول.

تېره اوونۍ هم په لومړۍ الوتنه کې په سلګونو عراقیان چې اکثر یې کردان وو، له بېلاروسه خپل هېواد ته ستانه شوي وو.

په زرګونو پناه غوښتونکو، د بېلاروس او اروپايي ټولنې ترمنځ د کړکېچ پر مهال په سړه هوا کې د بېلاروس او پولنډ پر پوله اړولي دي.

د عراق د بهرنیو چالو وزارت ویاند، احمد الصحاف وویل، د عراق هوايي شرکت په دوو الوتکو کې د دوی ۶۱۷ وګړي په خپله خوښه له مېنسک څخه عراق ته ستانه شول.

د رسنیو راپورونه وايي، دواړه الوتکې نن د عراق د کردستان کورواکې سیمې په پلازمېنه اربیل کې کښته شوې.