کندهار ښار کې نښته؛ سرچینه: یو وسله وال بریدکوونکی وژل شوی

کندهار ښار

په کندهار ښار کې د دوو وسله والو حمله کوونکو او طالبانو ترمنځ په ډزو کې یو وسله وال وژل شوی او یو ژوندی نیول شوی دی.

په دغه پېښه کې دوه ملکیان هم ټپیان شوي دي .

په کندهار کې د طالبانو یوې مطبوعاتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي رادیو ته وویل چې دا پېښه بېګا شااوخوا نهه بجې د لومړۍ حوزې په شهیدانو څلورلاري کې شوې.

د سرچینې په خبره دوو وسله والو موټر سایکل سپرو په سیمه کې په ګزمه بوختو طالبانو باندې ډزې کړي، خو په ځوابي ډزو کې یو بریدګر وژل شوی او یو ژوندی نیول شوی دی.

د سرچینې په وینا په دې پېښه کې طالبانو ته زیان نه دي رسیدلي او په سیمه کې دوه ملکي کسان ټپیان شوي دی.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.