د طالبانو د لیکو د تصفیې کمېسیون ویلي، د دوی له لیکو نږدې ۷۰۰ 'نامطلوب' کسان ایستل شوي دي.
دا اعلان داسې مهال کېږي چې د طالبانو د صفونو د تصفیې کمېسیون مشر مفتي لطیف الله حکیمي پرون په زابل کې د دغه کمېسیون یوه څانګه پرانېسته.
د زابل ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، د طالبانو د لیکو د تصفیې لړۍ به تر هغو روانه وي چې مفسد او ناکاره کسان لېرې کړای شوي نه وي.
طالبانو د خپلو لیکو د تصفیې کمېسیون په تلې/ میزان میاشت کې جوړ کړ چې په مرسته یې له خپلو لیکو د دوی په وینا 'نامطلوب' کسان وباسي.