افغان ژباړونکو ته د ویزې پر نه‌ورکولو د اسټرالیا پارلمان ځینو غړو نیوکې

ارشیف، افغانستان کې یو شمېر اسټرالیايي سرتېري

د اسټرالیا د پارلمان ځینو غړو په خپل حکومت تُندې نیوکې کړي چې د اسټرالیايي ځواکونو افغان ژباړونکو ته‌یې ویزې نه‌دي ورکړي.

د اسټرالیا د پارلمان غړي جولیان هیل نن د پارلمان یوې غونډې ته په دې تړاو وویل: "موږ سخت حیرانه شوو (شاک شوو) چې پوه شو ان له دې درې زره ژمنه شویو ویزو لبرال حکومت هېڅ یوه هم نه‌ده پروسس کړې."

ښاغلي جولیان وویل چې د حکومت دې بې‌غورۍ ټول په تېره افغان اسټرالیایان او د اسټرالیايي ځواکونو افغان همکاران او ژباړونکي خواشیني کړي دي.

د اسټرالیا حکومت تر اوسه په دې تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له دې مخکې یې ویلي و چې له افغانستانه‌یې د تخلیې د مأموریت پر مهال په څو پروازونو کې خلک اسټرالیا ته انتقال کړي.