د روسیې په سایبریا کې چاودنې ۱۱ تنه وژلي او ۴۳ تنه‌یې ژوبل کړي

روسي پولیس، عکس تزئیني بڼه لري

روسي چارواکي وايي، د سایبریا په کمروو سیمه کې د ډبرو سکرو یوه کان ته څېرمه یوې چاودنې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي او ۴۳ نور یې ټپیان کړي دي.

د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت نن (د نومبر په ۲۵مه) وویل چې د نورو ۴۹ کان کېندونکو برخلیک لا هم معلوم نه‌دی، ځکه چې د کوزباس په سیمه کې له کان څخه په سلګونو کسان ایستل شوي دي.

ځايي ژغورونکو ډلو د پنځو تنو روغتیايي حالت نازک بللی دی.

«SDS-Ugol» چې د روسیې د ډبرو سکرو یو له سترو شرکتونو څخه دی، ویلي چې لږترلږه ۲۸۷ کسان سهار وختي په کان کې دننه وو.

د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي، په سیمه کې د ژغورنې عملیات روان دي او تر اوسه د ډبرو سکرو ۲۳۶ تنه له کان را ایستل شوي دي.

د لومړنيو راپورونو له مخې، د چاودنې احتمالي لامل د ډبرو سکرو اور اخیستل و.