نن د نوومبر پنځه ویشتمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو نړیواله ورځ ده.
د دې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما ویلي چې دا هېواد د نړۍ په کچه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو لوړه کچه لري.
یوناما په دې تړاو اعلامیه کې زیاته کړې چې په هرو لسو افغان مېرمنو کې نهه يې د خپل نږدې شخص له خوا له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.
د یوناما مشرې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دېبرا لاینز له قوله لیکل شوي: "د تاوتریخوالي مخه باید ونیول شي، موږ باید له دې ناڅرګندې وبا سره د مبارزې لپاره په ګډه کار وکړو. "
په ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له طالبانو يې غوښتنه کړې ده چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.