د ژغورنې کمېټه: افغانستان کې څه باندې۳ میلیونه ماشومان خوارځواکه دي 

کابل کې یو خوارځواکه افغان ماشوم

د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، په افغانستان کې درې میلیونه او یو لک ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

دې کمیټې په یوه بیان کې ویلي: "تقریباً ټول هغه افغانان چې په وروستیو اونیو کې د IRC کلینیکونو ته راغلي ښځې دي چې خپل خوارځواکي ماشومان یې عاجلې څانګې ته وړي دي."

دغې کمېټې د نړیوالو مرستو بندېدل، د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل او د کورنیو بې‌ځایه شویو ډېرېدل د دغه هېواد د کړکېچ لوی لاملونه وبلل او خبرداری یې ورکړ چې که ژر تر ژره اقدام ونه‌شي، په افغانستان کې به بشري ناورین رامنځته شي.

د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) هم وايي چې اوسمهال شااوخوا ۲۳ ميليونه افغانان له لوږې سره مخ دي او دا چې افغانستان د نړۍ په کچه له يو تر ټولو ناوړه بشري بحران سره مخ دی.