پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره سم، د نورو قوانينو په څېر له نشه يي موادو سره د مبارزې قانون هم ځنډېدلی او د طالبانو حکومت هم د کوکنارو د کښت په اړه هېڅ حکم او اعلاميه نه ده ورکړې.
که څه هم بزګران اندېښنه لري چې کېدای شي د طالبانو حکومت د کوکنارو کښت منع کړي، خو تر اوسه د طالبانو حکومت د کوکنارو د نه کرلو په اړه هېڅ رسمي اعلاميه نه ده خپره کړې.
نصرالله چې په کندهار کې د تارياکو کاروبار کوي وايي، خلکو د کوکنارو د کښت منع کولو او بازار کې د تارياکو د کمښت له وېرې تارياک زېرمه کړي دي او په ټکو یې له همدې امله په افغانستان کې د تارياکو بيې دوه برابره لوړې شوي دي.
دی زیاتوي: "موږ دلته تارياک پیرو او پلورو. سږ د تارياکو بيه ښه ده، پروسږکال يو کيلوګرام تارياک ۴۰- ۴۸ زره کالدارې خرڅېدله، خو سږکال اتيا، دوه اتيا زرو ته رسېدلي دي. د تارياکو بيې له دې امله لوړې شوي چې امارت ټول افغانستان ونيو، موږ فکر کوو چې د کوکنارو کښت خامخا بندوي، کله چې د کوکنارو کښت بند شو، د تارياکو بيه لوړېږي."
په کندهار کې د تاریاکو بل کاروباري زلمی هم ورته نظر لري: "هر څوک چې پنځه کڅوړې تارياک لري، يوه يې د خپلې اړتيا لپاره خرڅوي او څلور يې خوندي کوي وايي، امارت د کوکنارو کښت منع کوي. پخواني حکومت ډېر کمپاينونه وکړل، خو کوکنار يې بند نه کړل، اما امارت يې داسې بندوي چې نن يې وويل بند! تر هغه وروسته که چا په ټول افغانستان کې يو بوټی ولید، نو په هغه ورځ امارت نه دی امارت."
پخوا په افغانستان کې د کوکنارو د کښت عمده لامل ناامني بلل کېده چې بزګرو به هم له همدې ناامنۍ څخه ګټه اخېسته او کوکنار به يې کرل.
د فراه ولايت د فراه رود ولسوالۍ بزګر عبدالعزيز وايي چې سږکال يې خپله ځمکه د تارياک د کښت لپاره چمتو کړې ده، ځکه چې د نورو کښتونو لپاره کافي اوبه نشته او نور کښتونه د دوی اقتصادي اړتياوي نه شي پوره کولای.
دی وايي: "د تارياکو بيې لوړې شوي، غواړو کوکنار وکرو، له یوې خوا وچکالي ده او له بلې خوا بې وزلي، له کله راهیسې چې طالبان راغلي ، د تارياکو بيې لوړې شوي دي."
له نشه يي موادو سره د مبارزې ناڅرګند برخليک نړیواله ټولنه هم اندېښمنه کړې ده.
دې هېوادونو په خپله نوې غونډه کې چې په ايټاليا کې جوړه شوې وه، د افغانستان نشه يي مواد د نړۍ د امنیت لپاره ګواښ وباله.
مدني فعالان او ځوانان هم اندېښمن دي چې د کوکنارو کښت او نشه يي مواد به د افغانستان امنيت او افغانانو د روغتيا لپاره ناوړه پايلې ولري.
د ننګرهار د مومند درې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالله ازادي راډيو ته وويل چې د زراعت نه مېکانيزه کېدل او مشروع زراعتي محصولاتو ته بازار نه موندل دوه هغه عمده عوامل دي چې د کوکنارو د کښت دوام ته يې لاره اواره کړې ده.
عبدالله زیاته کړه: "د کوکنارو د کښت اساسي عامل دا دی چې زموږ د نورو زراعتي محصولاتو لپاره بازار نشته، کله چې موږ وغواړو خپل نور زراعتي محصولات لکه انګور او انار له افغانستانه بهر صادر کړو، په لاره کې وراسته شي او له منځه ولاړ شي چې دا د بزګر لپاره يو لوی زيان دی، خو برعکس تارياک ډېر ژر خرڅېږي، کله-کله خو همالته په ځمکه کې خرڅېږي."
ازادي راډیو وغوښتل چې له نشه يي موادو سره د مبارزې په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم وپوښتي، خو د حکومت او کورنیو چارو وزارت له وياندويانو سره د اړيکو پيدا کولو د هڅو سره-سره بيا هم بريالۍ نه شوه.
هاخوا د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وايي، دوی تراوسه د کوکنارو د نه کرلو په اړه کوم رسمي حکم نه دی ترلاسه کړی.
له دې ډلې د بادغيس ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي باز محمد سروري ازادي راډيو ته وويل: "تر اوسه پورې په دې اړه رسمي پرېکړه نه ده شوې، ځکه چې نورې ستونزې ډېرې دي، تر هغو چې د اسلامي امارت له خوا پرېکړه کېږي او موږ ته لارښوونه کېږي، امکان لري چې منع نه وي. موږ د خپلو مشرانو پرېکړې ته منتظر يو، د نورو ستونزو له امله کېدای شي چې دا پرېکړه څه وخت ونيسي."
په تېر پسرلي کې د افغانستان په ۲۲ ولايتونو کې کوکنار کرل شوي وو، خو څرګنده نه ده چې د روان لمریز کال په دوهم فصل کې به په څو ولايتونو کې کوکنار کرل شوي وي، ځکه چې پخوا به د افغانستان دولت او بهرنیو موسساتو په ګډه په دې اړه څېړنه کوله.
ددې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5