په امریکا کې پولیسو د هغې پېښې ویډیو خپره کړې چې یو پولیس افسر په هغه کس باندې ډزې کوي چې یوه اوږده چاړه یې په لاس کې ده.
دا ویډیو د نوومبر د نولسمې پېښې ده چې د سان فرانسېسکو په یوه سیمه کې ثبت شوې.
د سان فرانسېسکو د پولیسو مشر بېل سکاټ ویلي چې وژل شوی کس ۴۱ کلن افغان اجمل اماني و چې په خېټه او پښه په مرمیو لګېدلی او په روغتون کې یې ساه ورکړې.
هغه د پولیسو له خوا په دې پېښه کې د زور د کارولو له امله د اجمل اماني له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې ده.